پر تورخم دروازه دواړو غاړو ته د روانې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې په تازه مېوو او بوره بار سلګونه لارۍ د داخلېدو د لنډ مهالي اسنادو نه لرلو له کبله ولاړې دي

پر تورخم دروازه دواړو غاړو ته د روانې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې په تازه مېوو او بوره بار سلګونه لارۍ د داخلېدو د لنډ مهالي اسنادو نه لرلو له کبله ولاړې دي چې د ځینو چلوونکو په وینا په سخته ګرمي ‌کې یې مېوې ورستېږي او له منځه ځي.

په دغه لاریو کې د افغانستان له غاړې خټکي، هندواڼې او انګور او د پاکستان له لوري یوازي بوره پکښې بار ده.

یاده دې وي چې د پاکستان دولت د تېرې جولاۍ میاشتې له ۳۱مې نېټې څخه له افغانستان څخه دغه هېواد ته د ورتلونکو موټر چلوونکو لپاره د ننوتلو لنډمهالي اسناد لازمي وګرځول، چې د چارواکو په وینا تر دامهاله یوازې ۲۰ فیصده موټر چلوونکو موقتي اسناد جوړ کړي دي. دا موقتي اسناد د پاکستان او افغانستان لاریو موټر چلوونکو ته د شپږ میاشتو لپاره ورکول کېږي او په بدل کې ورڅخه سل ډالره فیس اخیستل کیږي