د ټوکو او خندا مشهوره څېره عبدالغفور چي په غفورجان کاکو مشهور وو، له دې فاني نړۍ څخه ئې سترګي پټي کړې.
غفورجان کاکو چي په پاکستان کي ئې د کډوالۍ په سختو او کړکېچنو شرایطو کي ژوند کوی، د غربت او بېوسۍ په حال کي د ورپېښي سوي ناروغۍ له امله وفات سوی.
هغه یو داسي محلي ټوکي کوونکی وو، چي د خپلو ټوکو او طنز په وسیله ئې د خلکو پر مخونو تل موسکا خپرول.
د هغه هره خبره او هر طنز د کندهار د خلګو له پاره یوه خاطره او د خوښۍ یوه شېبه وه.
غفورجان کاکو، د خپل ساده او صمیمي شخصیت له امله، نه یوازي د کندهار بلکي د هر هغه چا په زړونو کي ځای درلود، چي د هغه د طنز او ټوکو سره ئې مينه وه.
غفور جان کاکو د خپلو مينوالو څخه د تل له پاره لار جلا کړه.