پر غزه د اسراييلو بريدونو کي ۱۷ کسان وژل سوي

په غزه کي روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییلو د پوځ په بریدونو کي لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل سوي دي.
د دې چارواکو په خبره، شپږ تنه نن د عدن روغتون ته نژدې په یوه کور کي او څلور تنه نور د غزې په جنوبي خان‌یونس ښار کي د اسراییلو په هوايي بریدونو کي وژل سوي دي.
دغو روغتیايي چارواکو وړاندي ویلي، د اسراییلو پوځ په غزه کي پر هغه کمپ هم هوايي بریدونه کړي، چي په تېر یو کال د جګړې له کبله بې‌‌ځایه سویو خلکو پکښي پناه اخیستې وه.
د دوی په خبره، په همدې کمپ کي اووه تنه وژل سوي دي.
دا بریدونه په‌‌‌داسي حال کي دي، چي فلسطینیان د لبنان له حزب‌‌‌الله ډلي سره د اسراییلو له اوربند وروسته، په غزه کي د اوربند لپاره هیله‌‌من دي.
که څه هم د اسرايیل او د لبنان د حزب‌الله ډلي ځواکونو تر منځ اوربند سوی خو اسرایلو د دغه ډلي د اوو وسله والو د وژلو خبر ورکړی.
دغو ځواکونو ویلي چي د لبنان په جنوب کي یې دغه ‌‌‌وسله‌وال پرون د اوربند له موافقي سره‌سره وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *