پر غزه د اسراییلو د بریدونو دوام؛ په تازه بریدونو کي لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزې روغتیایي مسوولینو ویلي، چي په غزه کي په تیرو ۲۴ساعتونو کي د اسراییلو په بریدونو کي ۴۳ تنه وژل سوي او ۶۲ تنه نور ټپیان دي.
د مسوولینو په خبره، چي له دې سره په غزه کي د وژل سویو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۷۲۹ تنو ته رسېدلی دی.
دغه بریدونه داسي مهال کیږي، چي د ملګرو ملتونو امنیت شورا نږدې میاشت وړاندي په غزه کي د بېړني اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ، خو لاهم د اوربند د پلي کولو لپاره هیڅ ډول اقدامات نه دي سوي.
دا په داسې حال کې ده، چي څو ورځې وړاندې د مسلمان علماوو ټولني هم له اسلامي نړۍ څخه وغوښتل، چي په غزه کي د نسل وژني د مخنیوي لپاره هڅي وکړي.