پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کي ۶۳ کسان وژل سوي

په فلسطین کي روغتیايي چارواکو پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له امله د کوچنیانو په ګډون د ۶۳ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
نړیوالو رسنیو ویلي، چي دا بریدونه پرون د غزې پر بېلابېلو سیمو سوي دي.
د فلسطیني چارواکو په وینا، د دغو بریدونو په قربانیانو کي ۱۱ ښځي او ماشومان هم شامل دي.
د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخي، د «النصیرات» د کډوالو پر کمپ باندي د اسرائیلو د فوځ په حمله او د غزې په شمال کي د «کمال عدوان» پر روغتون باندي د برید په پایله کي ۵۰ تنه وژل سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د اسراییلو او حماس تر منځ له جګړې څه باندي یو کال تېرېږي، خو په غزه کي د اوربند د رامنځته کولو هڅي ناکامي پاته دي.
د غزې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخي، د تېر کال له اکټوبر میاشتي راهیسي پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۴۴ زره ۴۶۶ کسان وژل سوي او له ۱۰۵ زره ۳۵۸ ډېر نور ټپیان سوي دي.