اسراییلي پوځیانو د غزې په شمال کي د «کمال عدوان» روغتون ته څېرمه په «شیخ رضوان» سیمه کي استوګنیز کورونه بمبار کړي دي.
له بل پلوه ملګري ملتونه وايي، غزه د ماشومانو په هدیره بدله سوې، چي د تېر کال له اکټوبر میاشتي راهیسي پر فلسطیني سیمو د اسراییل په بریدونو کي لږ تر لږه ۱۷۴۰۰ کوچنیان وژل سوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په هرو ۳۰ دقیقو کي په غزه کي یو ماشوم وژل کېږي.
په بیت لاحیه کي د کمال عدوان روغتون مشر ډاکټر ویلي، چي پر شمالي ښارګوټي د اسراییل له برید وروسته روغتون ته د لسګونو کسانو جسدونه وروړل سوي دي.
هغه زياته کړه، چي ډېرى وژل سوي کسان ښځي او کوچنیان دي.
د هغه په وینا، په بیت لاحیه کي د اسراییل په برید کي لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل سوي او لسګونه نور ټپیان دي.