پر غزې د اسراییلو بریدونو دوام؛ تراوسه تر ۵۰ زره زیات کسان وژل سوي دي

پر غزې د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسي تر دا مهاله د وژل سویو کسانو شمېر له ۵۰ زره کسانو څخه اوښتی دی.
په غزه کي د روغتیا وزارت چارواکي وايي، چي د اسراییلو بریدونو کي تر دې مهاله د وژل سویو کسانو شمېر ۵۰۰۲۱ کسانو ته رسېدلی دی.
دغه کسان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومي راهیسي د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په بریدونو کي وژل سوي دي.
په وژل سویو کي ډېری ښځي او کوچنیان دي.
د غزې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي، په دې موده کي څه باندي ۶۱۷۰۰ کسان تر خاورو او ډبرو لاندي ورک دي چې تراوسه یې، جسدونه نه‌دي رااېستل سوي.
په روانه جګړه کي ۱۱۳ زره ۲۷۴ کسان بیا ټپیان سوي دي.
په دې جګړه کي بیا ۱۱۳۰ اسراییلیان هم وژل سوي او څه باندي ۲۰۰ کسان د حماس له لوري برمته سوي دي.
د غزې تر اتیا سلنه پوري ودانۍ وجاړي سوي او میلیونونه کسان بې ځایه سوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *