پر غزې د اسراییلو د بریدونو له دوام سره تر سلو ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، چي د دې سیمي پر ځینو برخو د اسراییلي پوځیانو د بریدونو په پایله کي ۵۸ کسان وژل سوي او ۸۶ نور ټپیان سوي دي.
د فلسطیني رسنیو د راپور له مخي، دغه بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د غزې تړانګي پر ځینو برخو، چي د «موسی» په سیمه کي د کډوالو د یوه کمپ په ګډون ترسره سوي دي.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، پر غزې د اسراییلو د بریدونو د قربانیانو شمېر ۴۵ زره ۳۱۷ کسانو ته رسېدلی او تر ۱۰۷ زرو ډېر نور ټپیان سوي دي.
په ورته وخت کي د اوربند د موافقې او د یرغمل سویو خوشي کولو لپاره د خبرو اترو وروسته، د غزې د تړانګي پر ځینو برخو باندې د اسراییلو بریدونه دوام لري.
ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو هم تل د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه غندلې او اسراییل یې په غزه کي په نسل وژنه تورن کړي دي.