د غزې روغتیایي چارواکي وایي چي هلته د اسراییلو د پرونیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل سوي او ۸۵ نور ټپيان سوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخي اسراییلو پرون په غزه کي د بېځایهسویو یو لوی کمپ په نښه کړی او ۳۳ کسان یې وژلي دي.
ویل کېږي چي په وژلسویو کي کوچنیان هم شامل دي او د قربانیانو د زیاتېدو اټکل هم سوی دی.
بلخوا رویټرز د بېځایه سویو په حواله راپور ورکړی چي اسراییلو پرون په هوایي او مځکنیو بریدونو سره د خلکو کورونه نړولي او درنه مرګژوبله یې اړولې ده.
پر غزې د اسراییلو تازه بریدونه داسي مهال دي چي د حماس د خپل مشر یحیی سنوار وژلکېدل هم تایید کړي دي.
د ویلو ده چي له نړیوالو غبرګونونو سره سره له څه باندي یو کال راهیسي پر غزې تړانګي د اسراییلو د بریدونو له امله لسګونه زره فلسطینیان وژل سوي، نږدې سل زره ټپيان سوي او تر میلیونونه نور بې ځایه سوي دي.