د افغانستان د ترافيکو عمومي رياست اعلان کړی، چي نور د شخصي موټرو چلوونکي نه سي کولای، چي د شخصي نقليه وسایطو څخه د ټکسي کار واخلي او مسافر انتقال کړي. د ترافيکو رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ټول هغه موټرچلوونکي چي غواړي د خپلو نقليه وسايطو څخه د ټکسي له پاره کارواخلي، خپل موټرونه بايد په ټکسي بدل او په رسمي ډول دي ثبت او راجستر کړي او د ټکسي چلولو رسمي اجازه دي ترلاسه کړي.