پر پاکستاني پوځیانو د بلوڅانو په بریدونو کي ۷ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

بلوڅ بیلتون غوښتونکي وايي، د بلوچستان په بلیده، زمران او مستونګ سیمو کي یې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلي ویاند وايي، چي په دغو دریو جلا جلا بریدونو کي یې دوه پاکستاني عسکر وژلي او پنځه نور ژوبل سوي دي.
د هغه په خبره، د دوی جنګیالیو د پاکستاني پوځیانو یو موټر په بمونو الوزولی چي په پایله کي یې ۳ تنه عسکر مرګوني ټپیان سوي او موټر تخریب سوی.
د پاکستان پوځ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.