پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه؛ ویل کیږي دواړو لوریو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې

سرچینې وايي، د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کي له پاکستاني پوځیانو سره د افغان ځواکونو په پرونۍ جګړه کي یو طالب وژل سوی او اووه نور تپیان دي.
د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخي، جګړه پرون پیل سوې وه او تر نن سهاره روانه وه.
بل خوا پاکستاني رسنیو ویلي، چي د طالبانو د توپ یوه مرمۍ په کرمه ایجنسۍ کي د پاکستاني پوځیانو پر سرحدي پوسته لګېدلې چي له امله یې یو پاکستانی پوځي وژل سوی او څلور نور ټپیان سوي دي.
د دغه د جګړې له امله پر ډیورنډ کرښه د خرلاچي دروازه هم تړل سوې او د خلاصولو لپاره یې د دواړو لوریو ترمنځ خبري هم بې پایلي پای ته رسېدلي دي.
که څه هم په رسمي ډول د دغو نښتو د پیلیدو لامل نه دی معلوم، خو د سرچینو د معلوماتر پر اساس جګړه وروسته له هغه پیل سوه چي د عمر په نوم د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې پاکستاني پوځیانو ډزي وکړې.