پنج امو سينديزه حوزه کي د اوبو اندازه ۲۷ سلنه زیاته سوې ده

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د یخچالونو او واوري د سروې ډلي له خوا په پنج امو سیندییزه حوزه کي د واوري معلومولو سروې سوې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخي، روان ۱۴۰۲ لېږدیز لمریز کال د تېر کال په پرتله په دغه حوزه کي واوري ډېري او واوریني سیمي زیاتي سوي دي.
د وزارت په وینا، په یاده حوزه کي له واورو څخه په ترلاسه سوو اوبو کي د تېر کال په پرتله ۲۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چي، دا سروې یې په پلان سوو سیمو کي د واوري د لوړوالي او د سیندییزو حوزو د اوبو معلومولو په خاطر کړې ده.
په افغانستان کي سږ کال اورښتونو ته کروندګر او نور خلک خوشبین دي، دوی تمه لري چي سږ کال به اوبه زیاتي او کال به اباد وي.