پنټاګون هغه راپورونه رد کړل، چي امريکايې الوتکو بګرام هوايي اډې ته الوتني کړي

پنټاګون هغه راپورونه رد کړل چي پکښي ويل سوي وه، چي بګرام هوايي اډې ته امريکايي الوتکو الوتني کړي دي. پنټاګون وايي امریکا په بګرام کي هېڅ پوځي حضور نه لري. په دې وروستیو کي ځینو رسنیو راپورونه ورکړي وه، چې ط…البانو د بګرام اډه امریکا ته سپارلي او د دوی پلاوی په سي-۱۷ الوتکه کي دغې اډې ته سفر کړی.
د يادوني وړ ده، چي څه موده وړاندي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو خبرو پر مهال هم ويلي وه، چي امريکا د بګرام اډې د ساتلو اراده د افغانستان په سبب نه بلکې د چين د اټومي تاسيساتو څخه د نظارت په سبب د دغه اډې د غوښتلو هيله لري، هغه ويلي وه چي د چين اټومي تاسيسات له بګرام هوايي اډې څخه یو ساعت فاصله لري، هغه د بګرام هوايي اډه د امريکا لپاره مهمه ياده کړې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *