په ارزګان ولايت کي اوس د پخوا په پرتله ډيرو کوچنيانو ته واکسين ورکول کيږي

په ارزګان ولایت کي روغتیايي مسوولین خبر ورکوي چي په دغه ولایت کي اوس تر پخوا ډیرو کوچینانو ته واکسین ورکول کيږي. د دوی په خبره اوس په خلکو کي د عامه پوهاوي کچه لوړه سوې ده چي ورسره د واکسين د پوښښ په ساحه کي ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دي.