د ارزګان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کي د پنج شنبې په ورځ نامعلوم کسانو يو کس وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي، چي دغه کس ئې د لور په وسيله څو ځایه وهلی او د ژورو زخمونو له امله ئې ساه ورکړې ده.
د يادي پېښي اصلي لامل تر اوسه پوري څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.