د ارزګان څخه د څراغ تلويزيون خبريال خبر ورکړی، چي د دغه ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کي دوې ورځي وړاندي د دغي سيمي يو اوسېدونکی؛ دوو تنو لومړی د چړو په وسيله وهلی او وژلی وو، وروسته ئې جسد د سيند اوبو ته اچولی وو.
د دغه کس هويت او د وژل کېدو اصلي لامل تراوسه پوري څرګند نه دئ.
بلخوا بیا د ارزګان د ط..البانو امنيتي کسانو هم ياده پېښه منلې ده او په خبره ئې چي د دغي پېښي په تړاو ئې دوه تورن کسان نيولي دي.
بايد وويل سي، چي په تېرو درو ورځو کي دا د ارزګان د چهارچينو په ولسوالۍ کي دريم کس دئ، چي د وسلوالو له خوا څخه وژل کېږي.