په ارغستان ولسوالۍ کي د څښلو پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه

مسوولین وایي، د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ اړوند د بادیزو په کلي کي د کلیو د پراختیا او بیارغوني ریاست تر چتر لاندي د ملګرو ملتونو د پرمختیایې ادارې په مالي ملاتړ او د ناروې هیواد د مرستو موسسې په تطبیق د څښلو پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.
د مسوولینو په وینا، دغه شبکه به ۱۶۰ کورنیو ته پاکي اوبه ورسوي او د ډيرو کورنیو اړتیا به پوره کړي.
مسوولین وایي، په دې سره به د یاد کلي خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی ولري او د څښلو اوبو هغه کمښت چي د کلونو راهیسي خلک ورسره مخ وه رفع سي.
دوی زیاتوي چي د سیمي اوسېدونکي د ناپاکو اوبو له امله له ډول ـ ډول ناروغۍ سره مخ وه، خو اوس به یې دا ستونزه حل سي.