په ازبکستان کي د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز پرانيستل سو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د دې مرکز په پرانيست‌ غونډه کي وویل، د ترمذ نړیوال سوادګریز مرکز د کابل او تاشکند ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او شراکت نوی باب دی.

د هغه په خبره، دغه مرکز به د دواړو هيوادونو ترمنځ د پانګوني فرصتونه، سوداګریزي اړیکي او کاري زمینې پراخي کړي.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په پوله کي د ازادي راکړي ورکړي د مرکز پر جوړېدو په تېر جمهوري حکومت کي هوکړه لاسلیک سوې وه، خو دا مرکز ۷ کاله وروسته پرانيستل کېږي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ازبکستان سره له ‌‌دې چي د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، یو له هغو هيوادونو دی چي له طالبانو سره تودې سوداګریزي اړیکي پالي.