د چهار شنبې په ورځ د ترکیې پروخت ۱۲:۴۹ بجې د ترکیې د استانبول په ښارکي د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزله سوې.
دترکیې د بیړنیو خدماتو اداره وایي، چي د دغه زلزلي مرکز د مرمرې بحر وو او د ۷ کیلومیتره په ژوروالي رامنځ ته سوې ده.
دغه زلزله چي شدت ئې قوي ښودل سوی د استانبول ښار اوسېدونکی د خپلو کورونو او ودانیو څخه بهر راوتلي دي.
د یادی زلزلي د زیان په اړه تراوسه د ترکیې دولت او دبیړنیو خدماتو ادارې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.