په اسراییلو کي بېساري اعتراضونه د دې باعث سول چي بازارونه او لاري بندي سي او د ژوند په نورو برخو کي ځنډ راسي.

د غزې په تړانګه کي د شپږو اسراییلي برمته‌ وو د مړیو له پيدا کېدو وروسته سلګونه زره قهرجن معترضان له پرون راهیسي د اسراییلو لارو کوڅو ته راوتلي او د پراخو اعتراضونو په ترڅ کي د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له حکومت څخه غواړي چي ژرترژره په غزه کي د اوربند طرحي ته غاړه کښېږدي.

د اسراییل د روغتیا وزارت پرون وویل چي شپږ اسراییلي برمته د پنجشنبې یا جمعې په ورځ له نژدې واټن څخه لګېدلي او وژل سوي دي.

اسراییلي مظاهره چیانو له حکومت څخه وغوښتل چي همدا اوس په غزه کي د اوربند موافقه ومني.

دوی په خپلو شعارونو کي اوس، اوس نارې وهلې او پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې ږغ وکړ چي له حماس ډلي سره سوله وکړي څو پاته برمته خپلو کورونو ته ستانه سي.