په اسلام‌اباد کي د افغانستان سفارت وایي، د تورخم-پېښور د لاري بند پاته کېدو افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی

دغه سفارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کي ویلي، له یوې اونۍ راهیسي دغه لار د خیبر درې په بیګاري سیمه کي د ځینو کسانو له ‌خوا تړل سوې ده.

په دغي خبرپاڼه کي چي د سفارت پر اېکس شبکه خپره سوې، راغلي چي تراوسه پر دغي لاره شاوخوا دوه زره لارۍ درول سوي او هغو سوداګرو زیان کړی چي دغو لاریو کي یې مېوه او ترکاري بار کړې ده.

د افغانستان سفارت وایي، د لاري د بندولو ستونزه یې د پاکستان حکومت سره شریکه کړې، خو هغوی تراوسه ځواب نه دی ورکړی.

له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لاري وخت نا وخت په یوه او بله پلمه بندیږي چي افغان سوداګرو ته پکښي زیان اوړي.