په اسلام اباد او راولپنډۍ کي د هغو افغانانو لپاره چي ویزه نه لري، سبا جمعه، وروستۍ نېټه ټاکل سوې ده او له هغه وروسته د پاکستاني پولیسو له خوا نیول کیږي.
همداراز هغو افغانانو ته چي درېیمګړي هیواد ته ځي او له سفارتونو څخه یې لیک ترلاسه کړی وي، یوه میاشت نور وخت هم ورکړل سوی دی.
خو له دې سره سره په اسلام اباد او راولپنډۍ کي ځیني افغانان وايي، چي د قانوني اسنادو له لرلو سره سره نیول کېږي.
تر دې وړاندي د فبرورۍ په اتلسمه په اسلامآباد کي د افغانستان سفارت اعلان کړی وو چي د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چي ټول افغان کډوال باسي.
د پاکستان د حکومت د پرېکړي له مخي، د ACC او PoR کارت لرونکي افغانان به هم ایستل کېږي.
تر دې وړاندي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وه، هغه افغانان چي امریکا یې خپل هیواد ته بیايي، د غیر قانوني کډوالو په توګه به وپېژندل سي او له دې هیواده به وایستل سي.
زرګونه هغه افغانان چي د امریکا متحدو ایالتونو ته د تګ په تمه شپې، ورځي تېروي که چېري یې د بیا میشتېدني قضیې رد یا پر وخت ونه څېړل سي نو هغوی به په پاکستان کي غیرقانوني کډوال وګڼل سي او ژر به افغانستان ته واستول سي.