په اسلام اباد کي د افغان کډوالو د نيولو لړۍ يو ځل بيا پيل سوې

د پاکستان د مرکز اسلام اباد څخه د شنبې په ورځ ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په دغه ښار کي د پاکستاني پوليسو له خوا د افغان کډوالو د نيولو لړۍ يو ځل بيا پيل سوې ده.
د سرچينې د معلوماتو د‌ مخي د پاکستان پوليس په اسلام اباد کي پر ټولو هوټلونو او کورونو ګرځي، افغان کډوال نيسي او کمپونو ته ئې انتقالوي.
د سرچينې په حواله په نيول سوو افغان کډوالو کي ډېری هغه کسان شامل دي، چي په اسلام باد کي د لويديځو هيوادونو د ويزې له پاره انتظار دي او د کډوالۍ قضيې لري.
سرچینه زياتوي، چي پاکستاني پوليسو يو شمېر دغه افغانان نيولي او کمپونو ته انتقال کړي دي.
دغه راز په نيولو سو کسانو کي ماشومان، ښځي او ناروغان هم شامل دي.
د سرچينې په خبره چي د پاکستان دولت په اسلام اباد‌ کي د افغان کډوالو ويزې او د اوسېدو کارټونه هم نور نه تمديدوي.
دا په داسي حال کي ده، چي د پاکستان د کورنيو چارو وزير هم ويلي وو، چي نور د افغان کډوالو د موقت اوسېدو اسناد نه تمديدوي او هغه افغان کډوال چي د پاکستان څخه شړل سوي دي په تور ليست کي دي پاکستان ته د داخلېدو اجازه نور نه لري