د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د شنبې په ورځ سهار وختي د پاکستان په اسلام اباد ايالت کي يوې افغاني کډوالي مېرمني ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا چي دغي افغاني مېرمني د يوې ودانۍ د نهم منزل څخه ځان لاندي غورځولی او وژل سوې ده.
د پاکستان پوليسو هم د دغي افغان مېرمني د وژني خبر تائيد کړی؛ خو په اړه ئې نور جزئيات نه دي ورکړي، چي دغه ځان وژنه وه که د قتل پېښه.
بايد وويل سي، چي د دغي افغان مېرمني د ځان وژني لامل تر اوسه پوري څرګند نه دئ.