په افغانستان کي امنيتي پيښي د تير کال په پرتله زياتي سوي

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه هغه راپور نشر کړئ چې انتونیو ګوتيريش په دوحه کې امنيتي شورا ته وړاندي کړئ وو،
په راپور کې راغلي دي چي په افغانستان کې امنيتي پيښي د تير کال په پرتله زياتي سوي دي، د تير کال د نومبر د مياشتې د لومړی نيټې څخه بيا تر جنوري لسمي نيټې پوري 38 سلنه امنيتي پيښي زياتي سوي دي، په ياده موده کې 1805 امنيتي پيښي ثبت سوي دي خو تير کال 1090 امنيتي پيښي ثبت سوي وې.