په افغانستان کي خلګ د ط..البانو د صحرايي محکمو څخه تر پزې راغلي

د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه ځایي او محلي خلګو څراغ تلویزیون ته خبر ورکړی ، چي د طال..بانو د ریس څخه تر عسکره ټول پر خلګو خپل شخصي امرونه چلوي ، د یادو خلګو په وینا چي که چيري خلګ د هغوی امرونه ونه مني ، نو د سختي صحرايې او شخصي محکمې ښکار به سي .
یادو خلګو زیاته کړې چي هر طا..لب خپل خواهشات په خلګو په زور مني ، د نه منلو په صورت کي د وهلو سره سره طال..بان د خلګو د مرګ پروا هم نلري .
څراغ تلویزیون ته د خلګو له خوا د دغسي صحرایي محکمو ډیر ویدیويي شواهد لیږل سوي او لېږل کیږي ، ددغه خلګو د ږغ پورته کولو لپاره به څراغ تلویزیون هره ویډیو په خپل وخت کي په نشر رسوي