په افغانستان کي د اروپايي ټولني ماموریت وايي، د نجونو تعلیم یو ملت په اقتصادي توګه په ځان بسیا کوي

په افغانستان کي د اروپايي ټولني ماموریت دفتراو د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفارت د ساینس نړیوالي ورځي د رسیدلو په مناسبت په جلا پیغامونو کي د افغان ښځینه او نارینه ساینسپوهانو د هڅو ملا تړ کړی دی.

د نومبر لسمه د ملګرو ملتونو له خوا په نړۍ کي د ساینس نړیوالي ورځي په توګه نمانځل کیږي.

سږکال دا ورځ ساینس د سولي او پرمختګ لپاره ترعنوان لاندي نمانځل کیږي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني ماموریت د نومبر په ۱۱ د ایکس پر پاڼه د دې ورځي په مناسبت لیکلي چي د نجونو روزنه د یو خپلواک ملت لپاره د اقتصادي هوسایني او ځان بسایني سبب ګرځي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني ماموریت د بشري مرستو د ادارې یو پیغام هم خپور کړی چي پکښي په افغانستان کي د نجونو او هلکانو ته په برابرډول د زده کړو د امکاناتود برابرولو پر اړتیا ټینګار سوی دی.

په دې پیغام کي ویل سوي چي اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ” یونیسف” په ملتیا حتی په بیړنیو حالاتو کي افغان کوچنیانو ته د روزني د خوندي چاپیریال په ګډون درسي مواد او ښوونکو ته د روزني امکانات برابروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *