سپینه ماڼۍ وایي، چي ولسمشر جوبایډن د هغو درې امریکایانو له کورنیو سره خبري کړي چي له ۲۰۲۲ کال راهیسي په افغانستان کي له طالبانو سره بندیان دي.
د سپیني ماڼۍ له خوا په یوه خپره سوې اعلامیه کي ویل سوي چي بایډن بیرته خپلو کورونو ته د دغو امریکایانو چي په وینا یې په ناحقه نیول سوي، د ستنولو لپاره پرخپلي ژمني ټینګار کړی.
رویترز خبري آژانس د یوشمیرسرچینو له قوله ویلي چي د بایډن ادارې د تیرکال د جولای له میاشتي راهیسي له طالبانو سره د متحدو ایالتونو پرهغه وړاندیز خبري پیل کړي چي له مخي یې باید درې واړه امریکایان رایان کوربیټ، جیورج ګایمن او محمود حبیبي د امریکا په ګوانتینامو زندان کي د محمد رحیم الافغاني د خوشي کیدو په بدل کي خوشي سي.
په خبرپاڼه کي په دې اړه چي د دغو امریکایانو د خوشي کیدو په اړه خبرو کي څومره پرمختګ سوی، څه نه دي ویل سوي خو زیاته سوې چي ولسمشر بایډن او د هغه ټیم د هغو امریکایانو د خوشي کولو لپاره چي په بهرکي یرغمل سوي یا په غیر عادلانه ډول توقیف سوي، شپه او ورځ، ډیری وختونه د مهمو متحدینو په ملګرتیا کار کړی، ترڅو دوی له خپلو کورنیو سره یوځای سي.
په عین حال کي د محمود حبیبي ورور احمد حبیبي، چي له بایډن سره یې په ټیلفوني خبرو کي ګډون کړی وو وايي، چي ولسمشر بایډن په ډېر واضح ډول دوی ته وویل چي که طالبان يې ورور نه خوشي کوي نو هغه به رحیم تبادله نه کړي.
ا.ا تر اوسه نه ده تایید کړې چي محمود حبیبي ورسره بندي دی خو د دوی مرستیال ویاند حمدالله فطرت تیره اونۍ له امریکا سره د نورو بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو پخلی کړی.