دغه څرګندوني د بېپولي ډاکترانو ټولني د افغانستان مسوول میکایل لوپي، د یادي ټولني د زون مسووله باربرا، ولایتي مسوول ارکین کسیکلي، د هلمند مرستیال والي سره په لیدنه کي کړي دي.
هلمند ته د یادي ټولني ورغلي پلاوي همداراز زیاته کړې چي په دغه ولایت کي به خپلو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړي.
بلخوا د هلمند مرستیال والي مولوي محمدنبي حماس په دې لیدنه کي له بېپولي ټولني غوښتنه کړې چي خپل روغتیايي خدمتونه دي پراخ او ډېر کړي.
د هلمند مرستیال والي د لاښو خدمتونو وړاندي کولو، په چارو کي روڼتیا، د ولایتي او نورو روغتونونو سره د همکارۍ هیله څرګنده کړې او له خپل لوري یې په اړوند برخو کي د همکارۍ ډاډ ورکړی.