په افغانستان کي د خوړو د نړیوال پروګرام: دولس نیم میلیون افغانان به د خوړو له سختي نا امنۍ سره مخامخ وي

په افغانستان کي د خوړو د نړیوال پروګرام څانګه اټکل کوي، چي د تيري مې او رارواني اکتوبر میاشتو ترمنځ موده کي به نژدې دولس نیم میلیون افغانان د خوړو له سختي نا امنۍ سره مخامخ وي.

د ملګروملتونو دې اړوندي ادارې په یوه راپور کي چي پرون د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پر وېب‌پاڼه خپور سو ویلي دي، چي په‌ دې ډله کي هغه ۲،۴ میلیون خلک هم شامل دي چي د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د WFP د راپور له ‌مخي په افغانستان کي اوس مهال څه کم څلور میلیون خلک له سختي خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چي په دوی کي له پنځو کلنو کم ‌عمره ۲۸ لکه ماشومان هم شامل دي.