په افغانستان کي د ریچارډ بینېټ ماموریت د یو بل کار لپاره وغځول سو

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کي د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ ماموریت د یو بل کار لپاره وغځاوه.

دغه شورا پرون د یوه پرېکړه‌لیک په تصویب سره له ریچارډ بینېټ غوښتي څو د نوي “امربالمعروف او نهی عن‌المنکر” قانون په اړه راپور جوړ کړي.

دغه پرېکړه‌لیک چي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۷مه غونډه کي تصویب سو، پکښي د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغانو ښځو او نجونو د حقونو د پراخو سرغړونو غندنه سوې او د اقلیتونو سربېره، نورو زیانمنو ډلو ته د حساب ورکولو، عدالت او پر ملاتړ يې تینګار سوی دی.

دغه شورا په افغانستان کي له بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو لپاره د لا زیاتو سرچینو او اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *