په افغانستان کي د سوک وهلو یا بوکس ملي لوبډلي ته د بوکسرانو د غوراوي لپاره د ۲۸مي دورې سیالیو لړۍ پرون په کابل کي پیل سوه

ملي تلوېزیون د افغانستان د بوکس د فدراسیون په حواله خبر ورکړی چي دا سیالۍ د لویانو په ۱۳ بېلابېلو وزنونو کي د هیواد له ۱۶ ولایتونو څخه د ۲۸۷ بوکسرانو ترمنځ ترسره کېږي.

د افغانستان د بوکس فدراسیون په وینا، د دې مسابقو په پای کي به له هر وزن څخه دوه لوبغاړي د هیواد د بوکس ملي ټیم ته غوره سي، چي ټول شمېر به یې ۲۶ تنه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *