په افغانستان کي د سیاسي ګوندونو تر څنګ پر مدني فعالیت هم بندیز ولګېدی

‏د اسلامي حزب سره د طالبانو د رامنځ ته سوي ستونزې وروسته، د عدلیې وزارت ټولو سیاسي ګوندونو ته خبرداری ورکړی چي خپل حزبي فعالیتونه پای ته ورسوي که نه له قانوني او شرعي چلند سره به مخ سي.
د عدلیې وزارت نن پنجشنبه په یوه اعلامیه کي ویلي، هغه سیاسي احزاب، چي په تېر حکومت کي ثبت سوي وه او اوس بیا د خپلو ګوندونو په استازیتوب خبري کوي او دریځونه نیسي؛ باید له فعالیت څخه نور لاس واخلي.
په خبرپاڼه کي زیاته سوې، چي د عدلیې وزارت په افغانستان کي د ګوند په نوم هر ډول فعالیت غیرقانوني بولي او خبر داری ورکوي چي د دغه راز فعالیتونو د تکرار په صورت کي به له سر غړونکو سره قانوني او شرعي چلند وکړي.
د عدليې وزارت ویلي، د ټولنیزو یا مدني ټولنو فعالیت چي په مخکیني حکومت کي تر سره کېدی نور جواز نه لري او یوازي خیریه بنسټونه او اتحادیې کولای سي د اصولو په چوکاټ او عدلیې وزارت څخه په رسمي جواز سره فعالیت وکړي.