په افغانستان کي د شري ناروغي په بې سارې ډول زیاته سوې

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کي د شري ناروغي تر پخوا ډېره سوې او تر ټولو ډيري پيښي په ماشومانو کي ثبت سوي.
د دغه سازمان د راپور پر اساس یوازي په تیرو دوو میاشتو کي د دغه ناروغۍ ۷ زره پيښي ثبت سوي چي پنځه زره یې تر پنځو کالو کښته عمر لرونکي ماشومان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په فراه، بلخ، خوست او سمنګان ولایتونو کي د دې ناروغۍ له امله ۲۹ کسان مړه سوي او ۱۷۹ مشکوکي پيښي هم ثبت سوي دي.
دغه سازمان د شري ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه یخه هوا او د محافظتي اسانتیاوو نشتون ښيي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلومات پر اساس په تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کي شاوخوا ۲۵ زره د شري مشکوکي پيښي ثبت او په دغه ناروغۍ د ۶۴ کسانو مړینه ثبت سوې وه.
د شري ناروغۍ له امله روغتونونو ته مراجعه کوونکي وایي، ماشومان یې اکثره وخت د شري واکسین او نورو روغتیايي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي په خاطر په شري او نورو ډول ډول ناروغیو اخته کیږي.