په خوست ولایت کي هغه ډله غله نیول سوې، چي شنې وني ئې وهلی او لرګي ئې خرڅول.
د خوست د ط…البانو امنتي چارواکو خبرداری ورکړی، چي د دغه ولایت په تڼیو ولسوالیو کي هغه پنځه تنه نیولي چي شنې وني ئې وهلې.
دغه غلو د تڼیو ولسوالۍ د اد مامد د تفریحي پارک څخه شنې وني وهلې او غلا کولې چي له درې عرادي موټرو سره یو ځای نیول سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي په افغانستان کي د غلاو پېښي ورځ تر بلي مخ په زیاتېدو دي او ولس ورڅخه تنګ راغلی.