اورشیلم ته د بیا ګرځېدني سازمان وایي، چي په تېرو دوو کلنو کي په افغانستان کي ۲۰۰ کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې زر تنه کېږي مسیحت ئې قبول کړی. دغه سازمان وایي چي په یادو زرو تنوکي ښځي او کوچنیان هم شامل دي.
د مسیحت یو مبلیغ چي نه غواړي هویت ئې ښکاره سي ویلي دي، چي د شلو کلنو څخه زیات وخت کېږي چي په افغانستان کي ژوند کوي او زیاتوي، چي د تېرو شلو کلنو په نسبت په تېرو دوو کلنو کي زیاتي کورنیو مسیحت منلی دئ.
دغه مبلیِغ وايي چي اوس مهال شاوخوا ۷۰ تنه مبارزین د افغانستان په داخل کي د مسیحت له پاره کار کوي.
د یادوني وړ ده، چي ط…البان د اسلامي شریعت د پلي کولو له پاره شاوخوا درې نیم کاله کېږی کار کوي
خو د تېرو دوو کلنو کي د تېرو شلو کلنو په نسبت زیاتو خلګو مسیحت قبول کړی دئ.