په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چي د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د مرستي رسوني د ادارو له خوا د ۱۲.۱ میلیونو اړمنو کسانو سره لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته سوې ده

اوچا د دوشنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزه شبکه لیکلي چي په افغانستان کي دغه شمېر افغانانو دا مرستي له سلو څخه د زیاتو بشرپاله ادارو له خوا ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یو ځل بیا په افغانستان کي د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت یادونه کړې او ویلي دي چي د نړیوالي ټولني څخه د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره یې چي ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو کومه بودیجه غوښتې وه، تراوسه ددغي بودیجې ۷۳۵ میلیونه ترلاسه کړي دي.

اوچا ویلي چي په روان ۲۰۲۴ کال کي په افغانستان کي ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، خو ملګري ملتونه او شریکان یې د دغه شمېر یوازي ۱۷.۳ میلیونو وګړو ته مرستي برابرولای سي.