په افغانستان کي د موسیقۍ هنر د له منځه تلو په حالت کي دئ، ط…البانو تازه د دغه هیواد په لوګر ولایت کي د موسیقۍ ۵۰۰ الې راټولي کړي او سوځولي دي.
ط…البانو دغه کار د اسلامي شریعت د نامه څخه په ګټي اخېستني کړی او وایي چي موسیقۍ ته په اسلامي شریعت کي اجازه نسته.
په لوګر کي د ط…البانو د امربالمع..روف مشر عبدالحکیم د پنجشنبې په ورځ وویل، چی موسیقي او ساز ته ورته خپروني د شریعت خلاف دي اودوی به ئې مخنيوی کوي.
هغه زياته کړې، چی د موسیقۍ دغه وسایل ئې د خپلې ادارې د قانون په اساس سوځولي.
د هغه په خبره چي د دې ولایت له مرکز پلعلم او ولسوالیو څخه د تېرو دوولسو میاشتو په موده کي شاوخوا ۵۰۰ د موسیقۍ وسایل او الې را ټولي کړي او نن پنج شنبه ئې سوځولي دي.
هغه له خلکو غوښتي، چي د موسیقۍ د وسایلو له پير، پلور او استعمال ډډه وکړي او ځانونه له «منکراتو» وساتي.
په افغانستان کي د ط…البانو د واکمن کېدو سره سم د موسیقۍ دغه فن خورا پیکه او کم رنګه سوی دئ، د دغې برخي ډېر هنرمندان له دغه هیواد څخه نورو هیوادونو ته مهاجر سول او اوس غه هنر ورځ تر بلي د ورکېدو په حال کي دئ.