په افغانستان کي د هرو څلورو وګړو څخه یو یې د لوږي د حالت سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چي په افغانستان کي د څو لسیزو جګړو، د ځپل سوي اقتصادي وضعیت او د اقلیم د بدلون د بحران له امله د دغه هیواد د هرو څلورو وګړو څخه یو یې د لوږي د حالت سره مخ دی.

د خوړو نړیوال بروګرام پر ایکس لیکلي چي د لوږي د حالت سره د مخ سویو افغانانو شمیر له ۱۲ میلیونو کسانو څخه زیات دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرګرام په افغانستان کي د میلیونونو افغانانو د ناسم اقتصادي وضعیت په اړه دا راپور په داسي حال کي خپور کړی چي دغه پروګرام د سپټمبر پر ۲۹ په یو بل راپور کي په افغانستان کي بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو لوړ شمیر ته په کتنې ویلي وه چي د بودیجې د کمښت له امله یوازي یو میلیون افغانانو ته بشري مرستي برابرولای سي.

ډبلیو ایف پي ویلي چي په افغانستان کي د اقلیم د بدلون بحران څخه زیږیدلو ګواښونږ او ننګونو په ټول دغه هیواد کي خلکو ته ستونزي را ولاړي کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *