په افغانستان کي د وروستيو سيلابونو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ط..البانو د طبيعي پېښو په وړاندي د مبارزې ملي اداره وايي، چي په افغانستان کي د وروستيو اورښتونو له امله د راوتلو سيلابونو په ترڅ کي پنځه کسان وژل سوي او اته نور ټپيان سوي دي.
د دغه ادارې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغو سيلابونو له امله ۱۶۲ کورونه، ۱۱ مسجدونه، ۲۷ پلچکونه او ۴۱ کیلو متره سړک هم تخریب سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه ځاني او مالي زیانونه په زابل، میدان وردګ، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، کابل، پروان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کي رامنځ ته سوي دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي د دغو سيلابونو له امله د ۱۰ زره ۳۴ جریبه کرهڼيزو مځکو حاصلات له منځه تللي او ۱۱۷۰ جریبه باغونه هم ویجاړ سوي دي.