په افغانستان کي د کوکنارو د کښت کمښت په نړۍ کي د نشه یی توکو د بازار بڼه بدله کړې

الماني رسنۍ د راپور له مخي په افغانستان کي د کوکنارو د کښت په بندېدلو سره په نړۍ کي د کوکاینو استعمال زیات کړی.
دغه رسنۍ د المان د پولیسو د خولې لیکي، چي د دې بدلون له کبله په اروپا او ځانګړې توګه په آلمان کي کوکاین زيات سوي دي.
د المان د جنايي فدرالي ادارې مشر هولګر مونش وايي، چي د هیروینو د عرضې کمښت کولای سي، چي له مصنوعي افیونو سره د مخلوط کېدو لامل سي او دا چاره مصرفوونکو ته لا ډېر ګواښ پېښولای سي.
د یادوني وړ ده، چي په ۲۰۲۴م کال کي په المان کي په هیروینو پوري اړوند جرمونه کم سوي دي. مګر په همدې حال کي په کوکائینو پورې اړوند جرمونه پنځه سلنه زیات سوي دي.