په افغانستان کي د یو ځنډ وروسته کوچنیانو ته د پولیو واکسین کمپاین پیل سوی

نن دوشنبه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کي تر ۵ کلونو کم‌عمره کوچنیانو ته پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل سو.

د عامي روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل په یوه ویډیويي پیغام کي ویلي، دغه کمپاین چي ۳ ورځي به ادامه ولري، پر ۶ اعشاریه ۲ ميلیونو هغو کوچنیانو به چي عمرونه یې تر ۵ کلونو کم دي، دغه واکسین تطبیق سي.

په افغانستان کي تېر کال شپږ کوچنیان ګوزڼ وهلي وه چي ټول یې د ننګرهار ولایت وه، خو سږ میلادي کال تر دې دمه په افغانستان کي د پولیو ۲۲ مثبتې پېښې ثبت سوي او دا په‌داسي حال کي ده چي په پاکستان کي سږ کال تر اوسه پوري د پولیو ۴۱ پېښي ثبت سوي دي.

حکومت د سپټمبر د میاشتي په نیمايي کي د پولیو د کمپاین د تطبیق د بڼې په سر د روغتیا نړیوال سازمان سره د اختلاف له امله په افغانستان کي د کوچنیانو د ګوزڼ ضد کمپاین ځنډولی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *