په افغانستان کي شاوخوا يو ميلیون کسان د ژړي په ناروغۍ اخته دي

جولای ۲۸مه د ژړې (هایپاټایټس) ناروغۍ نړۍواله ورځ ده، چي په ټوله نړۍ کي د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او د مخنیوي او درملني له پاره د پاملرني د زیاتولو په موخه لمانځل کېږي.
په افغانستان کي، د غیر رسمي شمېرنو له مخي، له یو میلیون څخه زیات خلک د ژړې په ناروغۍ اخته دي، د روغتیا د برخی پوهان دا یوه جدي روغتیایي ستونزه په ګوته کوي.
په افغانستان کي د روغتيا د برخي پوهان وايي چي په دغه هيواد کي د ژړي ناروغۍ د خپرېدو کچه د اندېښنې وړ ده. د غیر رسمي شمېرنو له مخي، له یو میلیون څخه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته دي، هغوی وايي چي دا شمېرې ممکن له حقیقي شمېر څخه کمي وي، ځکه چي ډېری خلګ د تشخیص او درملني له پاره روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
هغوی وايي چي د ژړي د ناروغۍ نړۍواله ورځ یو فرصت دئ چي په افغانستان او نړۍ کي د دې ناروغۍ پر وړاندي مبارزه وسي.
په داسي حال کي چي په افغانستان کي د یو میلیون څخه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته دي، داکټران وايي اړتیا ده چي د مخنیوي او درملني له پاره ئې جدي ګامونه واخيستل سي.
هغوی وايي د عامه پوهاوي لوړول، د روغتیایي خدمتونو پراخول، او د واکسیناسیون پروګرامونو ته وده ورکول کولای سي دا ناروغي کنټرول کړي او د خلګو ژوند وژغوري. داکټران وايي د دې ورځې لمانځل موږ ته دا یادونه کوي چي د روغتیا ساتنه یوازي انفرادي مسؤولیت نه، بلکي یو ټولنیز او نړۍوال مکلفیت دئ