څراغ تلوېزون ته د افغانستان څخه سرچينو خبر ورکړی (سټارلینک ته لاسرسی لري) چي نن دوهمه ورځ ده چي په افغانستان کي د فایبر نوري په شمول د ټولو شبکو انټرنټي خدمات بند او تلیفوني اړيکي یې سختي اغیزمني دي.
د سرچينو په خبره چي د انټرنټ په بندولو سره افغانان د سختو ستونزو سره لاس و ګریوان دي.
د یادوني وړ ده چي انټرنټ د ط.البانو د مشر هب.ت الله په امر د منکراتو څخه د منع په سبب په ټول افغانستان کي بند سوی دی.