په افغانستان کي نوی ښوونیز کال پرته له دې چي د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې خلاصي سي پيل سو

په افغانستان کي د ۱۴۰۳ لمریز ښوونیز کال پيل سو خو لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځيو د لوړو ټولګیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي.
د پوهني وزارت سرپرست مولوي حبیب اللّٰه آغا د نوي ښوونيز کال د پيل کېدو په مناسبت جوړي سوي غونډي ته ویلي، د ښوونيز بهير د کيفيت ښه کول د پوهني وزارت لومړيتوب دی او په دې تړاو ګړندۍ هڅي دوام لري.
هغه په داسي حال کي چي لا هم د نجونو پر مخ د لوړو ټولګیو او پوهنتونونو دروازې تړلي؛ د ديني زده کړو تر څنګ عصري زده کړي د ورځني ژوند جدي اړتيا بللې او د پرديو له احتیاجه د خلاصون يوازینۍ لار يې په ديني او عصري علم سمبالول یاد کړي.
د پوهني وزارت سرپرست زیاته کړې، د علم خلاف نه دي ځکه اسلام یې مخالف نه دی او اسلام ابدي دین دی، ټولو دنیوي اړتیاو ته یې هم پام سته چي په دغو دنیوي چارو کي عصري علوم هم شامل دي، ځکه عصري علم د ژوند اړتیا ده.
د هغه په خبره، د پرديو له احتياج څخه د خلاصون يوازينۍ لاره داده، چي د هیواد بچيان په ديني او عصري علومو سمبال سي او دې موخي ته د رسېدلو لپاره به د خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.
نوی ښوونیز کال پر داسي مهال پيلیږي چي لا هم په هیواد کي له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي او خلک تمه لري چي ژر تر ژره دا ستونزه حل سي.