په افغانستان کي په تېرو شپږو مياشتو کي ۱۲۰۰ کسان په ترافيکي پېښو کي وژل سوي

د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت د ترافيکو رياست وايي، چي د روان کال په تېرو شپږو مياشتو کي ۱۲۰۰ کسان په ترافيکي پېښو کي وژل سوي دي، چي دغه شمېره د تېر کال په پرتله شل سلنه زياتي سوې ده.
بلخوا بيا د روغتيا نړۍوال سازمان ويلي، چي افغانستان د‌ هغه هيوادونو په ډله کي دئ، چي په کښي د ترافيکي پېښو ګراف لوړ دئ، چي له امله ئې لسګونه کسانو ژوند د لاسه ورکړی.
د ط.. البانو د ترافيکو رياست وايي چي په افغانستان کي ډېري ترافيکي پېښي د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته کېږي.