په افغانستان کي په درې مياشتو کي تر دوه زره زياتي امنیتي پېښي ثبت سوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي دي، چي د روان ۲۰۲۵ ميلادي کال د فبروري د پيل څخه بيا د اپريل تر ۳۰ نېټې پوري په افغانستان کي د دوه زره ۲۰۰ څخه زياتي امنیتي پېښي ثبت سوي دي.
د انټونیو ګوتریش په وينا چي دغه ارقام د تېر ۲۰۲۴ ميلادي کال په پرتله درې سلنه زياتوالی ښيې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کي ويل سوي، چي په دغه موده کي په وسلوالو غلاو کي اووه سلنه زياتوالی راغلی او ۱۷۵ د‌ غلاو پېښي ثبت سوي.چي د خلکو اندېښنې ئې نوري هم زیاتي کړي‌دي. د هغه د راپور په اساس دغه امنیتي پېښي د هيواد په بېلابېلو سیمو کي‌رامنځ ته سوي او د امنیتي وضعیت د خرابېدو ښکارندویي کوي.
خلګ د ط..البانو له امنیتي ادارو څخه د جنایي پېښو د مخنیوي او مجرمینو د نیولو غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو دغه راپور د امنیتي ننګونو ترڅنګ په افغانستان کي د بشري حقونو، اقتصادي ستونزو او د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه کي د پرمختګ نشتوالي ته هم اشاره کړې.