په هیواد کي لا هم د سرطاني ناروغیو د درملني او تشخیص امکانات په نشت حساب دي او ګڼ کسان مجبوره کېږي خپل ناروغان ګاونډیو هیوادونو ته ورسوي.
په افغانستان کي د سرطان په وړاندي د مبارزې بنسټ مشر ډاکټر شفق شینواری وايي، په هیواد کي هر کال تر ۱۹زرو ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو څه کم ۷۶ فیصده یې مري.
هغه کسان چي په سرطان اخته ناروغان لري وايي، له بېوزلۍ کړېږي او په دې نه پوهېږي چي د خپلو ناروغانو درملنه څنګه وکړي.
په افغانستان کي د سرطان په وړاندي د مبارزې بنسټ مشر وايي، دوی له روغتیايي سکټور سره په ګډه هڅه کوي چي په افغانستان کي د سرطاني ناروغیو د درملني امکان برابر کړي.
که څه هم دا مهال په افغانستان کي د سرطان په وژونکې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر پنځه سوه زره ښوول کېږي، خو ګومان کېږي چي واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.