په افغانستان کي ځیني معلولین د بېلابېلو ستونزو په ځانګړې توګه د کار له کمښته شکایتونه کوي

معلولین وایي، اکثره یې زده کړي لري خو کار ورته نه پيدا کیږي او هر ځای چي یې مراجعه ناامیده سوي دي.

دا اندېښنې داسي مهال مطرح کېږي چي په افغانستان کي د ناروې کمېټې عمومي مشر تاریا واتردال په کابل کي په یوه خبري ناسته کي ویلي چي، ډېری معلولین په افغانستان کي په انزوا کي ژوند کوي او د دوی پر وړاندي د تعبیض او محرومیت له‌‌‌منځه وړلو لپاره نړیوالي ژمنتیا ته اړتیا ده.

افغانستان له جګړو او تاوتریخوالي ځپلو هیوادونو دی چي، په تېرو څو لسیزو کي د ښځو، نارینه‌‌و او کوچنیانو په ګډون سلګونه زره خلک د هیواد په بېلابېلو برخو کي د دولت او مخالفو ډلو ترمنځ د چریکي جګړو او مځکنیو ماینونو له امله وژل سوي او یا هم معلول سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *